
روهي( درې نۍ/۱۱ د چنګاښ )، د پښتون ژغورنې غورځنګ په سلګونو غړو د جولای په لومړۍ نېټه، په اروپا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړو د سويټزرلېنډ په جينيوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته تر لاریون وروسته، دې ادارې ته په ليکلي بڼه وويل چې پر پاکستان دې د علي وزير، محسن داوړ او دې غورځنګ نورو غړو د خوشي کولو لپاره فشار واچوي.
دغو غړو د ځانونو سره د منظور پشتین، علي وزیر او محسن داوړ عکسونه وړل او ویل یې چې د پاکستان پوځ د پښتنو سره روان ظلمونه ودروي.
دوي پاکستان حکومت یو د ترهګرو ملاتړی حکومت وباله او د ملګرو ملتونو یې وغوښتل چې د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړ.
دوي خپل لومړني شعارونه هم تکرار کړل د ترهګرو ترشا د پاکستان پوځ دی. دوي د لر او بر د یو افغان شعار ونه هم تکرار کړل.