بريالي خلک څه ډول فکر کوي؟

هوشمندانه فکر کول زمونږ ژوند ته مثبت بدلون ورکوي، دلته د ښه او غوره فکر کولو ځېنې لارې چارې هم وړاندې شوې دي.

د نړۍ ټول بريالي خلک په خپل منځ کې يوه ځانګړنه لري، هغه داچې د هغوی د فکر ډول له نورو سره توپير لري.

فکر کول يو نظم دی، که چېرې غواړی دغه نظم لاښه او پياوړی شي بايد پر هغې باندې کار وکړئ.

کولای شئ چې د خپل فکر دبرنامه ريزي لپاره وخت ځانګړی کړئ. د بېلګې په ډول په مياشت کې يو ځل، اونۍ کې يوځل او همداسې د ورځې په اوږدو کې.

وګورئ، چې خپله انرژي بايد په کوم ځای باندې متمرکزه کړئ او روسته د ۲۰/۸۰ له قانون څخه ګټه واخلئ.

۸۰ سلنه انرژي مو د ۲۰ سلنې مهمو کارونو او فعاليتونو ته ځانګړې کړئ. په ياد مو وي، چې نشی کولای په هغه وخت کې هر چېرې واوسئ، هر څه واورئ، هر کار ترسره کړئ او د هر کار له ترسره کولو ډډه وکړئ.

آيډه لرل يو څه دي او تعقيبول يې بل څه دي.
آيډيه يا نظريه د مصرفولو کم تاريخ لري، مخکې له دې چې له وخته تېرشي بايد هغه عملي کړئ.
افکار د منځ ته راتللو لپاره وخت ته اړتيا لري، لومړنی شی چې ستاسو ذهن ته درځې مه يې ترسره کوئ.

باهوشه خلک له نوره باهوشه خلکو سره همفکره دي.
عام خوښونکی تفکر رد کړئ، (هغه چې هېڅ فکر نه لري)
ډير خلک عمل کوي په دې هيله چې خپل فکر ته ښه ورسيږي.
ددې لپاره چې له وضعيت بهر شئ بايد اول په ځان کې د ناراحتۍ احساس لرې کړئ.
کله چې له يوې ستراتيژي سره د عمل ميدان ته داخېليږئ، د ناکامۍ احتمال ښکته راځي. د مبهمو افکارو لرل داسې دي لکه زړه نازړه چيرته ولاړ ياست او دا پريکړه نشی کولای، چې چېرې ولاړ شئ.

د ستراتيژيک کيدو کيلي : ۱ په موضوع ځان پوهه کړئ. ۲ وپوښتئ، چې ولې بايد دغه ستونزه حل شي. ۳ اساسي موارد مشخص کړئ. ۴ خپل امکانات مو وګورئ. ۵ مناسب کسان په مناسبو ځايونو کې ځای پر ځای کړئ.

هنري فورډ وايي، هيڅ شی سخت ندي که چېرې هغه په کوچنيو برخو وويشئ. د متفاوت فکر کولو پر ځای بايد متفاوت کارونه ترسره کړئ.

د خپل کار د ترسره کولو لپاره نوې لارې پيداکړئ، له نويو خلکو سره آشناشئ، نوي کتابونه ولولئ. ددې کار هدف دادی، چې تاسو د نوي ژوند له سبک او نويو ايډه و سره اشناشئ.
نشی کولای فکر وکړئ چې همېشه به تاسو په حقه وی،بايد د نورو نظرياتو ته هم فرصت ورکړئ.

د هرې ورځې او هر وخت لپاره چې له نورو خلکو سره ليدنې لرئ، برنامه او موضوعات ولرئ.

ډير خلک يوازې د خپل ځان لپاره د ورځې برنامه جوړوي. متفکران د خپل ځان لپاره د ورځې، اونۍ او له هغې زيات برنامې جوړوي او تعقيبوي يې.

هيڅ يوې ليدنې، پرګرام او نورو مناسبتونو ته له خبرو او نظر څرګندولو پرته مه ننوځئ.که چېرې له دې ډول حالت سره مخامخ شوئ، نو تصميم ونيسئ، چې له نورو څه زده کړئ.
هغه منفي خبرې چې تاسو يې له ځان سره کوئ پر هغوی غلبه وکړئ، بريالي خلک (زه يې کولای شم) په ډول خبرې کوي.

باهوشه خلک محدوديتونه نه ګوري، هغوی امکانات ګوري. د بيسبال لوبې قهرمان سام ايوينګ وايي، له دې بله د شرم خبره نشته چې ووايي ( زه يې نشم کولای)

خلاق خلک خپل ځان آيډه و او نوښتونو ته سپاري، هغوی ابهامات په غيږه کې نيسي او له ماتې نه ويږي او له نورو با خلاقو خلکو سره ناسته ولاړه کوي.

ددې لپاره چې يو واقعي متفکر واوسئ بايد۱ واقعيتونه تقدير کړئ.۲ کارونه مو ترسره کړئ.۳ د هغې مثبت او منفي اړخونه وسنجوئ.۴ تر ټولو بد حالت په نظر کې ونيسئ.۵ خپل تفکر په منابعو متمرکز کړئ.

او په اخر کې:
داډيره مهمه ده چې د ورځې په پای کې په دې فکر وکړئ، چې نن مو په کومو موضوعاتو مثبت فکر کړی دی.