هر سحر سترګې د ګل په اوښکو ډکې

هرسحرسترګې دګل په اوښکوډکې
په داباغ کې بې ژړلو خندانشته
عبدالقادرخان خټک
ولې به لا د دې باغ د ګلو سترګې په اوښکو نه وي لندې
په دي باغ کې خو هرسهار د ګل دمینې په جرم د بلبل قتل کیږي
هرسهار ددې ګلشن د بلبلانو ژبې پرې کیږي
او
هرسهاردلته خواه ږغونه خاموشه کیږي
ددې ګلشن ګلان به لا ولې نه ژاړي؟
له دې ځایه خو هرسهار د بلبلوجنازې پورته کیږي
هرسهار د ګل پر شبنم نڅیدلی بلبل په دې باغ کې د نڅاپه ګناه له دنیا رخصتیږي
او
هرسهار ددې ګلبڼ بلبلان د خواږه ترنم پرڅای د ویر سندری وایی
ددې باغ ګل به څنګه وخاندي ؟
دلته خو چې ګل خوله خندا ته جوړه کړې نه وې چې بیا ورباندی دخزان وار وشي او یوه خوله خندایې په ابدي ژړابدله شي
هو!
دلته بې له ژړا خندا نشته
دلته که خنداده نو دژړاپه انداز ده
دلته دګل او بلبل یارانه جرم دی
دلته دګل د دښمنۍ فتوا صادره شوي
او
دلته پرګل نڅاحرامه ده
په دې باغ کې پرنغمو بندیز لګیدلای
دلته که څوک خوله خلاصوي نو یوازې د ژړا لپاره
هو!
دابې ما لیاره باغ دی
ددې غم لړلي باغ ګلان دپسرلي دتازه نسیم پرځای سپیره مخی خزان ساړه بادونه ښوروي
دابدبخته ګلان بي بلبله دي
دلته دبلبل چڼهارنشته
دلته که ږو- ږو دی نو یوازی د تورو ټپسانودی چې دخواربلبل په وینوسره سینه یې څیرلې
آه!
دا (اشنا) بلبل ولې خاموش دی؟
ایاد خواږه ترنم سزا همدا ده ؟
ایا له ګل سره دمینې او په خپل ګلشن کې د نڅیدو سزا مرګ دی؟
ولې ! ددي باغ (اشنا) بلبل ناشانا الوت وکړ؟
ولې له دې بې بقا باغه ، زړه توری پټه خوله ووت؟
څه پیښه شوه ؟
ولې نن داباغ مړاوی شوی؟
ولې له دې ځایه هرسهار دګلونو ژړا او دبلبلو چغار او فریاد راوځي؟
ولې دلته مرګ پر ژوند غلبه پیداکړې؟
او
ولې دلته ژوند سلګلیو او اهونو نیولای؟
ایا! دیوې خولې خندا بدله همدومره درنه ده ؟
آیا!
آیا!
آیا!
دلته لادسلګونو او زرګونو استفهامونو ځواب لاینحله پاته دي
!هو
که ددې تورخزان وهلي باغ په توره دروازه کې کوم بیداره او هوښیار مالیار پیدانشي چې د زخمي بلبلانو فریاد او چغهار واوري نو له پورته سوالونو څخه یوهم جواب نشي پیداکولای.
چي نیمه شپه شي ځان بیدارکړه
چي پکښی واوري دویشتلوفریادونه