ایران: اروپا دې د امریکا له بندیزونو تهران وژغوري

په ایران کې ددغه هېواد دولتي ټلوېزيون رېپورټ ورکړی، چې اروپا د امريکا متحدو ايالاتونو له تازه بندیزونو تهران خوندي کړي.
 
د یاد ټلویزیون وینا، په ځانګړې ډول پاریس، لندن او برلین باید د دغو بندیزونو د مخنیوي لپاره خپلې ژمنې پر ځاى کړي.
 
له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرکال په مې میاشت کې د ایران او د نړۍ د شپږو پیاوړو هېوادونو ترمنځ له لاسلیک شوي اټمي تړون امریکا وایستله او پر ایران یې بیرته بندیزونه ولګول.


دغه دولتي ټلوېزیون د شنبې په ورځ زیاته کړې، باید له پاتې فرصتونو څخه فرانسه، جرمني او بریتانیا چې له ایران سره د اټمي تړون له لاسلیک کوونکو څخه دي، ګټه واخلي.
 
بل خوا چین، روسیې او د امریکا متحدانو؛ فرانسې، بریتانیا او جرمني ویلي، له ایران سره په ٢٠١٥ میلادي کال کې لاسلیک شوي دغه اټمي تړون ته به ژمن پاتې شي.