
روهي( یوه نۍ/۹ د چنګاښ )، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د دواړو کوریاګانو ترمنځ 'ناپوځي شوې سیمه' کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره مخامخ لیده کاته وکړه.
کېم جونګ اون ټرمپ ته د هرکلي پر وخت وویل "ډېر اعلی". نوموړي زیاته کړه تمه یې نه وه چې په دې سیمه کې به د امریکا له ولسمشر سره وګوري.
ټرمپ د پولې له لارې شماي کوریا ته ولاړ، بیا وروسته کېم جونګ اون د جنوبي کوریا له پولې واوښت.
د ټرمپ او کېم جونګ اون د لیدو خونه کې د ټرمپ لور ایوانکا ټرمپ او زوم یې جېرد کوشنر هم موجود وو.
دا کمسارې لیدنه د شمالي کوریا د ولسمشر په بلنه ترسره شوې ده.
ټرمپ د امریکا لومړنی ولسمشر شو چې د شمالي کوریا په خاوره یې قدمونه ووهل.