غزل

لرې له ځانه یې غوصې کــــړې دِي
اختر ته یو هلک جامې کــــــړې دي

زه په ځواب کې ورته څه ووایـــــــم
وایې:تا سپینې او که شنې کــرې دي

خلاص له غمونو به یو ورځ شمه زه
له رب نه ما ډیرې ګیلې کــــړې دي

زړه مې له ژوند نه په خبرو کړې تور
خبرې ما ورته پستــې کـــــــــړې دي

دا ځینې ژوند څومره بې خوند تیروي
حسد یې ژوند کۍ لوی ریښې کړې دي

جامې چې نــــــــــــــــــلرمه نه یم خفه
ځکه چې غوا مو نن شیدې کـــړې دي

ځکه مو وران هیـــــــواد آباد نشو چې
دلتــــــه پردو مداخلې کـــــــــــړې دي

ماته یو چا نن دردوونکی غونــــــــدې
د خپل ژوندون ډیړې کیــسې کړي دي

"دانشه" زړه صبـــــــــــروه غم مکوه
خیر که ژوندون په تا کانې کـــړي دي