له خولې نه تر ماغزو

یوه ثانیه ونیسئ او کوشش وکړئ، چې د یو شخص په هکله خبرې وکړئ، چې هیڅ د جنسیت نوم پکې را نه شي، که انګریزي ستاسو اصلي ژبه وي، نو چانس د ناکامي مو شته او که اندونزیا کې پیدا شوي یاست، نو د بري ډېر چانس لرئ.

لیرا بورودیتسکي (Lera Boroditsky) ژبپېژندنه په کلیفورنیا پوهنتون سانتیاګو کې لوستې ، نوموړې دا په یاد دي، چې د خپل هممسلک سره، چې د اسیا د جنوب شرق له هېوادونو څخه وو، خبرې درلودې.

نوموړې په امریکا کې له یوه کس څخه، چې دا یې پخوا پېژنده یو سوال وکړ، د پوښتنو په منځ او ان تر یویشتمې پوښتنې د جنسیت لفظ راښکاره نه شو ((او دا فکر یې ونکړ، چې دا موضوع څومره مهمه ده)) دې وویل په ځینو کلتورونو کې مذ کر او مونث دومره خاص اهمیت نه لري، لکه امریکا او نورو هېوادونو کې، چې تر اوسه په دې اړه چپ دي.

څرنګه، چې ژبه د جنسیت سره اړیکي لري، نو ژبې یې له دې نظره په درېو برخو ویشلې دي:
1. اول هغه ژبې، چې طبیعي جنسي دي لکه انګریزي. دا ډول ژبې د نومځري او نوم په واسطه انسانانو او حیواناتو ته ځانګړې شوې دي.

2. بل رومانس ژبې دي، چې د ګرامر پر اساس جنسي دي، دا ډول ژبې له نوم سره د جنسیت ذکر هم کوي، په دې ژبو کې ضرور نه ده، چې هم ردیفه او همنوا ژبې دې طبیعي جنسي واوسي. د ژبو په ساحه کې د جنسي وییونو تناسب یا توافق ډېر لږ دی. په ځنیو کې د اسپانوي ژبې په شمول د مذکر یا نارینه ویي مساوي وي له مونث یا ښځینه ویي سره.

3. دریم ډول یی بې جنسیته ژبې دي، مګر دا ژبې د نر او ښځې لپاره کارېدونکي لغات لري، دې ډول ژبو کې ژوندیو شیانو ته ضمیر یا ژبني اشاري نه دې راغلې.
لغات زمونږ په سوچ اغېزه لري او له هغه نه مونږ جنسیت پیدا کوو، داسې معلومیږي، چې له هغو ټولو خبرو سره اړیکې لري، کومې چې موږ ته کيږي او موږ یې زده کوو او یا زموږ د ژبې لویه برخه ده.

د څیړنې لویه برخه په دې نظر ده: هغه ژبې، چې مونږ پرې خبرې کوو، د جنسیت څرنګوالی پکې زمونږ افکارو او اعمالو ته رنګ او شکل ورکوي.

په یوه مطالعه کې بورودیتسکي (Lera Boroditsky) د جرمني او اسپانیې له نوې خبرې کوونکو پوښتنه وکړه، چی (پُل) ماته تشریح کړئ، چې دا کلمه د قدیم نه مونث یا ښځینه کلمه ده.
جرمني خبرې کونکې ښایسته، ظریفې او ماتیدونکې کلمې وکارولې، خو اسپانوي خبرې کوونکي بیا قوي ، خطرناکې او لوړې کلمې ورته وکارولې.

بورو دیتسکي(Lera Boroditsky) نور ساینسپوهانو ته د ژبو د پېژندنې په برخه کې پوخ سند په لاس ورکړی. یو سړی که د جنسیت له خبرو کولو پرته لوی شي، دا د خبرو عادت بلاخره نوموړی له نړۍ څخه په یوه فکر اخېستلو پورې تړي، چې دا ډول خلک بیا نړۍ ته له ډول ډول نارینه او ښځینه قوي تصور څخه ګوري.

بورودیتسکي(Lera Boroditsky) وایي، چې موږ دې نتیجې ته رسېدلي یو، چې باید د خپلې ژبې پر جوړښت باور ولرو. موږ په دې عقیده یو، چې د ژبې د جوړښت انعکاس حقیقت لري. د یوې ژبې خبرې کوونکي تل په دې ټینګار کوي، چې د دوی ژبه په حقیقت کې یوه ژبه ده. بورودیتسکي وایي، مګر هغه خلک، چې له نورو ژبو سره یې آشنایي پیدا کړي، نور بیا د خپل ټینګار د باطل کېدو خیال هم نه ساتي.

دهیڅ یوې ژبې شکل ضرورآ دایمي نه وي، لکه پخوانۍ انګریزي، چې د ګرامر پر اساس جنسي وه.

اندو یوروپین ژبو انګریزي ته ډېر زیات پرمختګ ورکړ او نورو اروپایی ژبو ته یې یوه لویه ستونزه را پیدا کړه. فکر کیږي ، چې په شرق میانه او هند کې جنسیت ته ډېر پرمختګ ورکړل شوی، ځکه چې ټول وییونه له هغو شیانو سره یو ځای وي، چی د بیولوژي له نظر نارینه یا ښځینه دي.

ژبې ته جنسیت ورکول یو قصدي کار او جریان نه دی، بلکه د غږ یو دایمي تکامل دی، چې اکثراً خبرې کوونکو ته دا بدلون د غږ په وخت کی نا احساسه دی.

بورودیتسکي وویل چې، په ځنیو ملکونو کې قصدآ کوشش کېږي، چی په ژبو کی بدلون راولي. سویډن څو لسیزې مخکې ددی په خاطر خپل تشریفاتي ضمیر له خپلې ژبې لرې کړ، تر څو د خلکو تر منځ د کلاس یا مقام فرق رامنځته نه شي.

په فرانسه کې د ټولو هغو طبیعي جنسي ژبو پایښت ته کوشش کېږي، چې هر مسلک ته پوره نومونه لري. تر اوسه دا ژبې او ډېری نومونه د نارینه یا مذکرو نومونه او ژبې دي، چې قوي ګڼل کېږي او د ښځینه استعمالولو ته ضرورت نه لري.

د معیاري لیکلو غوښتونکي په دې عقیده دي، چې په ژبه کې د ښځو حقوق سلب شوې او غواړي ورمعرفي یا ترجمه یې کړي، دوی په دې نظر دي، چې د حرفې او مسلک نومونو ته دې ښځینه بڼه ورکړل شي او یا دې ضمیرونه ورته وکارول شي.

کوم وخت، چې دا طبیعی جنسي ژبه ښځې زیانمنوي، نو فیمنستانو (د ښځو طرفدارانو) سره یې اوږده مباحثه کړې، دوی په دې نظر دي، چې جنسیتي ژبې له جنسیتي تبعیض سره مرسته کوي، چې ځینو څېړونکو دا خبره منلې هم ده.

یوه څېړنه دا په ډاګه کوي، چې نسبت انګریزي ژبې او انګرېزانو ته جرمنیان او اسپانويان دواړه پر جنسیت باندې ټینګار او خبرې کوي او جنسیت ته عقیده لري.