
د مرکز د ننه د اذان د غږ په اورېدلو سره یو یو راویښېدلو. دوه تنه چې د همدې لپاره موظف شوي وه هغه کسان چې خوب وړي وه هر کس بېل بېل لمانځه ته راویښولو. ټولو په جمع لمونځ وکړ وروسته د مرکز قومندان امرالدین قرباني ممبر ته راغی ټولو ته یې د خوست د فتحې یو ځل بیا مبارکي ورکړه. د مبارکي په ورکولو سره لمونځ کونکو د مرکز له پوستو څخه د هوایي ډزو په بدرګه د الله اکبر نعارې وشوې. قومندان صیب د جهاد په فضیلتونو رڼا واچولوه د خوست فتحه یې د مجاهدینو په یووالي او ایماندارۍ ثابته کړه. قومندان قرباني د غنیمت په وېش او په هغه کې د مجاهدینو د ونډې په اړه وویل چې موږ هر سرټولي ته د ښار خپله سیمه مالومه کړې چې له هغه ځایه غنیمت راټول کړی.
دا هغه ورځ ده چې یوه ورځ وړاندې د خوست ټول حدود او واک د مجاهدینو لاسونو ته لوېدلی. ښار کې عام خلک هیڅ نه لیدل کېږي یواځې شوبلې او د مجاهدینو د ګزمې ډاټسن پیکپ وخت نا وخت ولیدل شي. د ډزو غږونه چې یو وخت یې د خلکو د غوږونو پردې شلولې اوس بندې شوې دي یوازې د شپې مهال د مجاهدینو د امنیتي پرسونلونه د شفر ډزې کولې.
د ښار د ننه د خلکو کورونه په مکمله توګه تش شوي دي. ښار کې د ننه په سرکونو او لښتیو کې جسدونه پراته دي. خلک د جنګ له ویرې نزدې سیمو ته کډه شوي دي.کورونه له سامانونو ډک پاتې دي خلکو یوازې د خپلو د سرونو د خوندي کولو په موخه د تڼیو ولسوالۍ ته او ځینو یې ګردیز ته پناه وړې ده.
قومندان قرباني د ښار د پلټلو او د غنیمت د ټولولو لپاره کسان وګمارل. راز محمد او رازګل چې د یو سنګر ملګري وه د ښار د غرب لوري د کورونو ساحه ورکړل شوه. راز محمد او راز ګل په خپل ټولي کې په کلکه ملګرتیا مشهور وه.
راز محمد تر رازګل مشر وه هغه په خپل ټولي کې په خطرناک سرتېري مشهور وه. مګر رازګل له راز محمد کشر وه او ده به د مشرانو ډېر خیال ساتلو نو خطرناک سرتېري هم په همدې خاطر له ځان سره خپل ټولي کې ساتلی وه.
دواړو په یوه ښکلې ودانۍ سترګې ولګېدلې په مسکا یې یو بل ته وکتل او کور ته د ننه شول.
کور ته له ننوتلو سره یې په یوه خالي انګړ سترګې خښې شوې یو بل ته یې وکتل، راز محمد ورته وویل: دا زموږ دستلاب ګوره او دا څه د سپېره خلقي به کور واوښتلو.
رازګل چې انګړ کې یې یوه او بله خوا وارخطا وارخطا کتل رازمحمد ته وویل یارا د کور کې خو ما ته څه شی نه ښکاری هسې رنګ او سلیقه یې ښه جوړه ده.
راز محمد د خپل ملګري خبره ونه منله او د یوې کوټې دروازه یې ماته کړه ټول د کور د اړتیا وړ سامانونه پکې وه. د راز مخمد خوښه نه شو بیا یې څو ډزونه په توشکو او بالښتونو وکړل ځان سره یې وویل،اې سپیره خلقي کور د ګوره او سامانونه د ګوره. په همدې سره د راز ګل سترګې د کوټې په پردو ولګېدلې چې په لاسي ټک جوړې شوې وې. راز ګل ټولې پردې راټولې کړې او انګړ ته یې راوویستلې.
راز ګل بیا خپل ملګري ته وویل یارا راځه بل کور وګورو دا خو ما ته تش مالومېږي. راز محمد ورته وویل هلکه ډېرې خبرې مه کوه لاس په کار شه.
په کور کې چې هر شی یې په سترګو ښه لګېدلو دواړو به د انګړ منځ ته راوړلو. د یوې بلې کوټې دروازه یې ماته کړه. د دروازې په ماتولو سره یې په یو لوی لرګین صندوق سترګې ولګېدلې. راز محمد بیا له کړکۍ څخه د ټوپک میل بهر کړ او یو څو هوایي ډزې یې وکړې.
دواړه د صندوق د قلفونو په خلاصولو لګیا شول. کله یې چې قلفونه خلاصول راز محمد ورته وویلې، یارا لکه چې د کور ټول سره او سپین یې همدلته ایښي دي لکه چې سمه ولجه لاس ته راغله.
کله چې یې قلفونه مات کړل نو راز محمد د صندوق خلاصولو لپاره رازګل ته اشاره وکړه هغه سر وښورولو چې نه ته یې خلاص کړه ته مشر یې خو رازمحمد بیا ټینګار وکړ ستا د لاس برکت ګورمه.
راز ګل هم ومنله په رېږدیدلو لاسونو یې د صندوق سر ورو ورو پورته کولو چې راز محمد شا ته ولاړ او د خپل ټوپک خوله یې راز ګل ته برابره کړه او څو مرمۍ یې وویستلو.
راز ګل له ډزو سره سم پر ځمکه راولوېدلو او خپل د سنګر ملګري ته یې مخ په ډیر مشکل واړولو څه یې نه شول ویلی په وینو لت پت شوی وه. راز محمد یې په سر ودرېدلو ورته ویې ویل وبښه وروره دا کور ما له مخکې په نښه کړی وه چې حتما ولجه پکې ده. د رازګل د ژوند وروستۍ شیبې وې په زوره زوره یې ساه اخیستله ورته وویل:
راز محمده!
دا زما د کاکا کور دی د کور ته چې راننوتلو ما ته مې خپل ماشومتوب رایاد شو ددې کور هره برخه زما لپاره یوه خاطره لري. بیا ساه نیولی شو راز محمد په غېږ کې را پورته کړ زر که راته ووایه چې دوی د کور سامانونه چېرته کېښودل؟
راز ګل بیا په خبرو پیل وکړ او ورته یې وویل، خیر دی هغه د کوټې پردې زموږ کور ته یوسه په هغه کې زما د تره زامنو نومونه او زما نوم د هغوۍ د مور په لاسونو په لاسي ټک لیکل شوي دي. هغوۍ ما سره ماشومتوب کې ډیرې لوبې کړې دي یادېږي مي نو ځکه مې هغه پردې راوشکولې چې هسې نه بل څوک یې یوسي.
زما تره یو غریب افسر وه دا کور ورته دولت ورکړی په د کور کې هیڅ نشته او د صندوق کې هم هیڅ نشته د کوم صندوق لپاره چې تا ووژلم. صندوق کې یوازې کفن دي شاید تره مې د عسکرو د جسدونو لپاره ایښی وه خیر دی د تره د لاسونو کفن لپاره یوه جوړه ما ته هم بېله کړه. د همدې خبرې په کولو سره رازګل د تل لپاره سترګې پټې کړې.