هندوستان او هندوستانه زیږدلی هېواد پاکستان له افغانستان سره تاریخي ټرانیزيتي اړیکې لري ،چې له 1920زیږدیز کال څخه مخکې د هيواد سوداګرو خپل سوداګريز توکي د ننګرهار له لارې پيښور ته او له هغه ځايه کراچۍ ته ليږدول او د بيړۍ په وسيله يې نورو هيوادونو ته صادرول.
خو په 1920زیږدیز کال کې د بريتانيې د همکارۍ نه کولو په دليل افغانستان مجبور شو چې د خپلې سوداګرۍ لوری د پخواني شوروي اتحاد خوا ته بدل کړي او له هغې لارې خپل توکي پرته له ګمرکي محصوله نړۍ ته وليږ دوي . خو د شپېتمې زیږدیزې لسيزې په کلونو کې افغانستان د سوداګرۍ يو ټرانزيټي تړون د پاکستان له هيواد سره لاسليک کړ چې د هغه له مخې افغاني سوداګريز توکي د کراچۍ د بندر له لارې او د پاکستان له خاورې څخه په تيريدو، پرته له ګومرکي تعرفې څخه افغانستان ته واردات وکړي او دهيواد صادراتي توکي نورې نړۍ ته له همدې لارې صادر کړي. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ نوی تړون یا(APTTA) د 2011 کال د جون میاشتې په 12مه نېټه د یادو هېوادو د حکومتونو ترمنځ نافذ شو.
دا تړون افغان لاریو ته اجازه ورکوي چې د کراچۍ سمندري بندر، قاسم بندر او ګوادر بندر له لارې د هند او چین او دا راز د نړۍ د پاتې برخو سترو بازارونو ته افغان محصولات ولېږدوي. دا تړون د 1965زیږدیز کال تړون و ، چې د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون یا (APTTA)په نامه یادیږي، ځای نیسي. نن ورځ چې د هيواد سیاسي ، امنيتي او اقتصادی وضعیت په ښه حالت کې نه دی پاکستان په دې وضعه کې مخامخ لاس لري تل د هيواد په کورنيو چارو کې مداخله کوي په هيواد کې امنيتي ستونزې راپيدا کوي.
د امنيتي ستونزو تر څنګه يې اقتصادي جګړه هم پیل کړې ده د هیواد اقتصادي بنسټونه رغیدو ته نه پريږدي، افغانستان يې د خپلو غیرې معیاري توکو بازار ګرځولی دی. د پاکستان له لارې افغان توکي د سیمو هیوادونو ته تر ټول نژدې لار ده خو پاکستان تل دا لار د هېواد په مقابل کې د یو فشار په توګه کارولې تل یې نړیوال او اپټا تړون تر پښو لاندې کړی دی چې له همدې کبله اوس مهال افغانستان له پاکستان سره سوداګري کمه کړې ده .
دا چې افغانستان هم پخواني افغانستان نه دی په هېواد کې د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې یو څه پرمختګ ترسره شوی دی افغانستان په شمالي بندرونو پانګونه کړې او یو شمیر نورې لارې هم پرانیستي چې هېواد په یو ډول د پاکستان له انحصار څخه خلاص دی او پاکستان هم په دی موضوع سر خلاص دی نو ځکه د پاکستان حکومت غواړي بیرته له افغانستان او منځنی اسیا سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي چې د اړیکې د افغانستان له لارې پراخيږي .
که څه هم د افغانستان او پاکستان تر منځ یو شمیر مسلې نه دي حل شوي چې دوه اساسي مسلې(ډیورنډ لاین او اوبه) د سیمې د بې ثباتی اساسي عوامل دي او د اوبو ستونزه لاپسې ډیریږي ځکه پاکستان تر 2025 زیږدیز کال پورې د هغو هېوادونو په قطار کې راځي چې د اوبو له کمښت سره به مخ وي او هندوستان هم د پاکستان په مقابل کې د خپلو اوبو په اړه ورځ تر بلې جدي کيږي .
پاکستان د اوبو د نړیوالو اصولو خلاف د کابل په سیند بندونه جوړ کړي او هڅه کوي چې نور هم جوړ کړي ترڅنګ یې په افغانستان کې هم د اوبو د بندونو د جوړیدو مخنیوی کوي چې ښه مثال یې په کونړ او پکتیا کې د اوبو بندونو د جوړیدو مخنیوی دی .
د دوو مسلو ترڅنګ په اقتصادي لحاظ افغانستان او پاکستان د نژدې کیدو امکان لري ځکه پاکستان اوسمهال له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دی د ساري په توګه د اقتصادي ودې کمښت، د نفوسو ډيرښت، کورني جنجالونه، د اسعارو په وړاندې د پاکستانۍ کالدارې بې ساری کمښت،د پاکستان د اسعاري زیرمو کمښت، پاکستان نړیواله سوداګرۍ کې کمښت،د پاکستان په داخل کې د قیمتونو بې ثباتي په همدې ډول پاکستان غواړی مرکزي اسیا هېوادونو ته ځان ورسوي ځکه له پاکستانه څخه هندوستان په چټکی سره غواړي مرکزي اسیا هېوادونو ته ځان ورسوي ترڅنګه یې غواړي نړيوالۍ سوداګرۍ له لارې اسعار ترلاسه کړي د پاکستان لپاره منځنی اسیا چې 73 میلونه نفوس لري ډير مهم دی ځکه مرکزي اسیا د انرژۍ غني سرچینې لري او پاکستان بیا انرژۍ له کمښت سره مخ دی چې تر ټولو اسانه او نژدې لار یې افغانستان دی او پاکستان د خپل ټولې بهرنۍ سوداګرۍ 8 سلنه له مرکزي اسیا سره ترسره کوي ،په همدې ډول نړیواله کچه بې باوري یا له تروریزم سره همکاري دا ټول هغه څه دي چې پاکستان مجبور دی چې خپلې اقتصادي پالیسۍ تغیر کړي ان تر دې چې د پوځ بودجه هم کمه کړي .
په همدې ډول د افغانستان لپاره هم اړینه ده چې په اقتصادي لحاظ پاکستان سره نژدې شي ځکه د هېواد د سوداګرۍ لپاره یا ټرانسپورټ تر ټولو نژدې او اسانه لارې پاکستان دی چې زموږ په څیر یو بېوزله هېواد لپاره همدا مناسبه ده .تر څنګ یې له ایران سره د امریکا د اړیکو خرابیدل یو نه یو ډول افغانستان اغیزمنوي او تر ټولو اړینه او مهه خبره د افغانستان رول د مرکزي او سویلي اسیا په یو ځای کیدو کې د پاکستان جغرافیا ده چې بې له دې امکان نه لري او یا ډیره ستونزمنه ده ښه بیلګه یې د هوا له لارې هندوستان ته سفر دی چې یو ساعت څلویښت دقیقو سفر اوسمهال تر پينځو ساعتو ته اوږد شوی دی چې تراوسه افغانستان 15 میلونه ډالره زیان هم کړی دی او یوه خبره باید په یاد ولرو چې د سویلي اسیا نور هېوادونه لکه بنګلادیش،نیپال، سريلانکا،مالدیف،بوتان ټول له هندوستان سره په جغرافیایی لحاظ نژدي او ټولې چارې افغانستان، دی هېوادونو باید د هندوستان له لارې تنظیم کړي او د هندوستان لپاره تر ټول نژدې لار بیا پاکستان دی .
د دې ترڅنګ هغه لارې چې افغانستا ترې سوداګري کوي یو څه اوږدې او افغان سوداګر د ویزې او نورې اداري ستونزې هم لري . تر څنګه یې د ایران سره د امریکا ستونزې په همدې ډول په وروستیو کې د چین کې داویغور مسلمانو سره د چین حکومت چلن چې د ترهګرۍ سڅپې تر چین پورې په رسیدو دي په همدې ډول د تل په څیر روس او امریکا تر منځ کړکیچ چې په پایله کې
وروستي