افغان سیاسیون له مسکو او پاکستانه څه غواړي؟

ډېر د تاسف ځای دی چې زموږ یو شمېر سیاسیون د سولې په پلمه کله مسکو او کله هم پاکستان ته ځغلي. دا دواړه هغه هیوادونه دي چې افغانستان یې دغه اوسني وضعیت ته رسولی، ځکه له کومې ورځې چې پخواني شوروي اتحاد پر افغانستان وسله وال تجاوز وکړ او دلته یې یو قانوني نظام له منځه یووړ، نو له همغې ورځې د افغانانو د بدمرغي ورځ پیل شوه، ځکه قتل او قتال، بې کوري، کډوالي، جلا وطني، بې قانوني او نور ډېر ظلمونه او وحشتونه زموږ خلکو عملا ولیدل.
 
 
په دې منځ کې په ملیونونو افغانان شهیدان او ټپیان شول، بې کوره شول، جایدادونه یې له لاسه ورکړل، حکومت او تاسیسات ونړېدل، د ټولنې نظم او ډسپلین له منځه ولاړ او افغانانو د شورویانو او د دوی د داخلي لاسپوڅو پر ضد وسلې ته لاس کړل او هغوی یې په ډېره لویه قربانۍ له خپل هیواد څخه وشړل.
 
 
مګر د شورویانو له وتلو سره جنګ لا پسې وغځېدل او لا تراوسه ادامه لري، ځکه چې پاکستان دغه مهال جهادي ډلې په خپلو کې په جنګ سره اخته کړې او دا ځل پاکستان په افغانستان کې د جنګ د دوام په موخه خپلې شومې مداخلې پیل کړې او یوه جهادي ډله یې د بلې جهادي ډلې پر وړاندې داسې سره وجنګولې چې د کورنیو جګړو له امله یوازې په کابل ښار کې شپېته زره کابل ښاریان ووژل شول، کورونه یې لوټ شول او هیواد په بشپړه توګه ویجاړ شو، ملي اردو وپاشل شوه، د وسله وال پوځ وسلې او تجهیزات د کباړ په بڼه پاکستان ته انتقال شول او افغانستان له هر پلوه احتیاج او محتاج شو.
 
 
له د جهادي ډلو او ټپلو ظلمونه، وحشتونه او پاټکسالارۍ پایته نه وې رسېدلې، چې پاکستان د طالبانو ډله رامنځته کړه، طالبان او جهادي ډلې یې سره وجنګولې او بیا یې د طالبانو د ماتولو او له منځه وړلو لپاره له امریکا سره لاس یو کړ، هغوی ته یې پر افغانستان د برید لپاره پوځي اډې ورکړې او په دې ډول یې د طالبانو امارت را نسکور کړ.
 
 
مګر وسله وال طالبان لا هم د پاکستان په ولکه کې دي او د دوی په منځ کې تروریستي ډلې او ګروپونه وروزل او د دوی په لاس کې په افغانستان کې داسې جنایتونه او وحشتونه ترسره کړل او لا یې هم ترسره کوي چې په نړۍ کې یې هیڅ ساری نه دی لیدل شوی او لا هم دا ټول جنایتونه او وحشتونه د پاکستان له لوري ادامه لري، مګر له بده مرغه د دې ټولو باوجود لا هم زموږ یو شمېر سیاسیون همدغو دو هیوادونو روسیې او پاکستان ته چې افغانستان یې دغه حالت ته رسولی دی منډې وهي.
 
 
له دې څخه معلومېږي چې دغه افغان سیاسیون چې مسکو او لاهور ته ځغلي، دوی د سولې په نوم نورې اجنډاوې او برنامې له مسکو او پاکستان څخه اخلي او بیا يې په افغانستان کې د دولت او ملت په خلاف عملي کوي، ځکه چې نه دوی چندان په سوله مئین خلک دي او نه هم روسیه او پاکستان په افغانستان کې د سولې غوښتونکي دي.