
روهي( درې نۍ/۴ د چنګاښ )، د جرمني نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دا الوتکې د نوموړي هېواد مالچو د ښار د پاسه په هوا کې جنګیدلي دي.
پدې پیښه کې د دواړو الوتکو پیلوټان ژوندي ژغورل شوي دي.
د جرمني د کورنیو چارو وزارت ددې پیښې پخلی کړی دی. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې ددې هیواد دوه جنګي الوتکې د هیواد په شمال ختيځ کې د مکلنبورګ په ایالت کې د مالچو د کوچني ښار د پاسه جنیګیدلي دي.
ویل کیږي الوتکې ښار ته نږدې یو ځنګل ته غورځیدلي دي چې اورلګیدنه يي رامنځته کړې ده .
همداشان د نوموړې پیښې په اړه په ټولنیزه مډیا کې یوه ویدیو هم خپره شوې ده چې پکې تور لوګی لیدل کیږي.
سیمه ایزو رسنیو ویلي دي چې د الوتکو ځینې ټوټې استوګنیزو سیمو کې غورځیدلي دي.
پدې پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.