روهي( درې نۍ/۴ د چنګاښ )، ټرمپ یو نوی اجرائیوي فرمان لاس لیک کړ او د ایران په ستر مذهبي مشر آیت الله خامنهیي او د هغه پر دفتر یې بندیزونه ولګول.
جمهور رئیس ټرمپ د چنګاښ په درېمه خبریالانو ته وویل د ایران د مشر او د هغه په دفتر په بندیز لګولو سره ټولو مالي منابعو ته د آیت الله خامنهیي لاس رسی قطع کیږي.
ټرمپ وویل چې د ایران مشر د خصمانه اقداماتو مسؤل دی.
هغه زیاته کړه: "یواځې کولای شو ووایو چې مونږ هیڅکله نشو کولای اجازه ورکړو ایران اټومي وسله ولري. ایران باید د تروریزم له ملاتړ لاس واخلي."
د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د ایران سره مذاکراتو ته د خپلې لیوالتیا په اړه وویل: "غواړو مذاکره وکړو، که هغوی وغواړي. که ونه غواړي هم ستونزه نشته، خو مونږ خوښیږو چې دا کار وشي او صادقانه ووایم، ښایي ډیر ژر دغه کار وشي".
وروستي