بلاول بوټو زرداري محسن داوړ او علي وزير بايد د جون په پنځمه ويشتمه په پارليمان کې وي

روهي( درې نۍ/د چنګاښ )، بلاول بوټو د پارلمان رییس ته وویل دا ستا له واکونو څخه ده. دا ستا په اختيار کې ده. بل څوک دا اختيار نه لري. تا ته نه د قانون له وزارته او نه له لومړي وزیر څخه د پوښتنې کولو ضرورت شته.
 

ته دا فېصله وکړه او پارليمان مکمل کړه. که داسې ونه شول نو دا به په تاريخ کې وليکل شي چې د جنوبي وزيرستان او شمالي وزيرستان محترم غړي په پارلمان کې د کلنۍ بودیجې په اړه له بحث او د خپلو خلکو له استازيتوبه منع کړل شوي وو.
 
په پارلمان کې د عوامي نېشنل ګوند غړي، امير حېدر خان هوتي سپېکر ته ورياده کړه چې د محسن داوړ او علي وزير لپاره هم دغسې وکړي. لکه څنګه دې چې د مشر اصف علي زرداري او د مسلم لېګ (ن) يو مشر، خواجه سعد رفيق لپاره وکړل.