د پښتون ژغورنې غورځنګ ۵ نور مشران نیول شوي دي   

روهي( دوه نۍ/۳ د چنګاښ )، پاکستانیو پولیسو او ملېشو په درېو بېلو بېلو ځایونو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پنځه نور مخکښان ( رحمت شاه مسود، اقبال لالا، ملک نېکم خان، یوسف مسود او اسرار ساپی) نیولي دي دا کسان د سویلي وزیرستان پر کوټکي، د ټانک پر کاوړ چېک پوسټونو او په پېښور کې نیول شوي دي.
 
 
دا لومړی ځل او لومړي کسان نه دي چې د پاکستان د حکومت له لورې نیول کېږي تردې مخکې هم د یاد غورځنګ په لسګونه کسان وژل شوي او په سلګونو نور یې بیا بندیان دي.
 

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وایي پاکستان حکومت نه شي کولی په نیولو مو وډار کړي.