ايتهوپيا: د پوځي کودتا په هڅه کې د پوځ مشر وژل شوی

روهي( دوه نۍ/۳ د چنګاښ )،  افريقا اېتهوپيا هېواد کې دولتي تلوېزیون ويلي په شمالي رياست امهاره کې د پوځ د کودتا په مهال پوځي مشر سره د درې نورو لوړ پوړو چارواکو وژل شوی دی.
 

د یاد هېواد دولتي رسنیو ترمخه د امهاره رياست صدر امباکيو مېکنن او د هغه مشاور هم وژل شوي دي.
 

په ايتهوپيا کې د قومي تاؤ تريخوالې راولاړېدو وروسته دلومړي وزیر ابی احمد د سخت فشار سره مخ دی.
 

د ايتهوپيا لومړي وزیر ويلي په امهارا کې د پوځي کودتا هڅه شوې ده. او دا کار په سیمه کې په مشکله سره په ځای کړی شوي امن ته د زیان اړولو هڅه وه.
 

هغه ويلي د پوځي بغاوت په هڅه کې چيف اف جنرل سټاف سارا مېکونن د هغه خپل ساتونکي ويشتی دی.
 

د یادې کودتا ځینې جوړونکي مشران نیول شوي دي.