پومپیو: که ایران حاضر وي مونږ ورسره خبرو کولو تیار یو

روهي( دوه نۍ/۳ د چنګاښ )، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو نن ورځ خپلو خبرو کې خبریالانو ته مخکې له دې چې سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته خپل سفر پیل کړي خبریالانو ته وویل چې که ایران وغواړي چې له مونږ ( امریکا ) سره خبرې وکړي نو مونږ حاضر یو.
 
 
پومپیو همدا ډول زیاته کړې ده چې ایران پوهېږي چې مونږ چېرته او په څه ډول پیدا کولی شي.
 

هغه همدا ډول وویل چې څنګه ډاډ ترلاسه کړو چې موږ ټول په ستراتیژیک ډول سره یوځای کېدای شواو څنګه کولی شو چې یو نړیوال اېتلاف جوړ کړو.