د ممبۍ له نندارتون څخه افغانستان د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه او ژمنې ترلاسه کړې

روهي( یوه نۍ/۲ د چنګاښ )، د افغانستان د کرنیزو محصولاتو نندارتون، چې د هندوستان په ممبۍ ښار کې په لاره اچول شوې وه د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د قراردادونو او ژمنو په تر لاسه کولو سره پرون له غرمې وروسته پای ته ورسېد.
 
ددې نندارتون په پای کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال محمدطاهر ایوب د هندوستان له فوق العاده کوربه توب او همدا ډول ددې نندارتون د جوړولو په پار د کرنې وزارت له همکارانو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې له دې نندارتون څخه فوق العاده او بې مخینه هرکلی وشو.
 

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وویل اټکل دا وه، چې افغان سوداګر به په دې نندارتون کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي وپلوري، خو د دویمې ورځې تر پایه چې د نندارتون د پای ورځ وه، په دې نندارتون کې د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د پلور په پار د ۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه او ژمنې تر لاسه شوې.
 
رستمي وایي، چې افغان سوداګر د نندارتون په لومړی ورځ د ۳۲ میلیونه ډالرو په ارزښت قراردادونه تر لاسه کړل او په دویمه ورځ د ۴۳ ډالرو په ارزښت قراردادونه اوژمنې تر لاسه کړي دي.
 
د کرنې وزارت ویاند وویل، د هغو توکو له ډلې، چې په ممبۍ کې نندارې ته وړاندې شوي ول، طبي نباتات لکه انجې «هنګ» او شیرینبویي تر ټولو ډېر وپلورل شول.
 
رستمي وایي، چې هندي سوداګر تر ډېره د افغانستان محصولات ددې لپاره خوښوي، چې ښه کیفیت لري.
 
د ممبۍ نندارتون چې پرون پیل شوې وه په ۵۷ غرفو کې یې د افغانستان کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي ول.
 
په هند کې د افغانستان وچ او تازه مېوې، طبي نباتات، شات، زعفران او دافغانستان نور کرنیز محصولات نندارې ته وړاندې شوي ول.