ګُرجستان پلازمېنه کې د روسیې پر ضد لاریون وشو   

روهي( یوه نۍ/۲ د چنګاښ )، د روسیې ضد زرګونه کسانو د ګُرجستان په پلازمېنه تبلیسي کې پرون د شنبې د درېیمې ورځې په مخ لاریون وکړ.
 
دوی د ځینو لوړپوړو ګُرجستاني چارواکو استعفا او له وخت مخکې انتخابات غوښتل.
 

د شنبې ورځې مظاهرې خونړۍ نه وې.
 

دوه ورځې مخکې کله چې دلاریونونو لومړۍ لړۍ پیل شوه، لاریون وال له پولیسو سره په نښته شول او د چارواکو په خبره نږدې دوه نیم سوه کسان ټپیان شوي و چې روغتونو ته انتقال شول.
 

دوی لومړی مظاهرې د دې لپاره پيل کړې وې چې ولې د روسیې د پارلمان مرستیال د ګُرجستان د پارلمان د رئیس په څوکۍ ناست و او خبرې یې کړي.
 

دوی د مظاهرو په خاطر د ګُرجستان د پارلمان رئیس اراکیل کوباخیدزي وړمه ورځ جمعه استعفا وکړه.