پاکستان دې صادقانه عمل وکړي

پاکستان د حامد کرزي دیارلس کاله په ژمنو ضایع کړل، نن به یې یوه او سبا بله ژمنه کوله، له ژمنو پسې ژمنې، مګر په دیارلسو کالو کې نه پاکستان په خپلو ژمنو عمل وکړ او نه هم حامد کرزی د پاکستان له ډېرو او غیر عملي ژمنو څخه ستړی شو، تر پایه پورې یې پاکستان وزغامه، ځکه هغه فکر کاوه چې له پاکستان پرته افغانستان بله لاره او چاره نه لري او د ښاغلي کرزي همدغه فکر پاکستان لا زړور کړ او ورځ تر بلې یې لوبه او د جنګ بڼه بدلوله، وسله والې ډلې یې لا قهرولې او لمسولې او د جنګ لمن یې د ولایتونو تر مرکزونو او ښارونو پورې خپره کړه.

مګر ولسمشر غني چې نه د پاکستان وعدو ته د زغم سړی و او نه یې هم په نن او سبا تېرېستلو شو، ځکه یې نو په لومړي ملاقات کې ورته سره کرښه کش کړه، خپل حد یې ورته وټاکه او په وضاحت یې ورته وویل چې که په درې میاشتې کې مو ځان بدل کړ، خپل دریځ کې مو تغیر راوست او د افغانستان پر وړاندې مو خپلې کړې ژمنې عملي کړې، نو مخته سره تلی شو او که مو داسې ونه کړل، نو بیا دې ستاسو هم خدای مل شي او زموږ هم، ځکه بیا ضرور نه ده چې د دروغو په وعدو خپل وخت او امکانات سره ضایع کړو.

پاکستان د ولسمشر غني خبرې په دقت واورېدې، خو جدي یې ځکه ونه ویلې، چې دوی داسې ګڼله دا به هم د ښاغلي کرزي په څېر ځان د پاکستان احتیاج او محتاج وبولي، مګر غني تر کرزي بدل و. هغه سملاسي پکار شو او د یو پاکستان پرځای یې څو بدیلونه ولټول. د اوړو، غنمو او خوراکي توکو قراردادونه یې له منځنۍ اسیا سره وکړل، د منځنۍ اسیا غله دانه د افغانستان لپاره هم ارزانه وه، هم باکیفیته او هم اسانه، ځکه چې د پاکستان غوندې یې اقتصادي او سیاسي مسایل نه سره شریکول، بلکې جلا یې سره ساتل.

پاکستان ډېره ناوخته دا درک کړه چې ولسمشر غني ورڅخه مخ اړولی دی، بیا یې نو ننواتې شروع کړې، شکایتونه او عذرونه یې وکړل، مګر یو شي هم ځای ونه نیوه، ولسمشر غني بیا بیا ورته وویل چې د ده لومړۍ خبره وروستۍ خبره ده، تر هغو چې پاکستان خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې نه کړي، نو موږ ورسره یوه ورځ هم مخته نشو تللی او نه هم ورباندې اعتماد کولی شو، نو انتخاب ستاسو په لاس کې دی چې د توطیې تیورۍ ته ادامه ورکوئ او که په صداقت له افغانستان سره دوستي او ملګرتیا کوئ.

پاکستان داسې ګڼله چې د ښاغلي غني حکومت به په څو میاشتو کې را نسکور شي او په همدې خاطر یې طالبان جنګ ته ولمسول او په داخل کې یې هم هرج مرج پیل کړ، مګر خبره برعکس شوه، د غني حکومت د کاواکه کېدو پرځای ورځ تر بلې پیاوړی کېده، نو دا ځل چې ولسمشر غني پاکستان ته سفر لري له پاکستان څخه به بیا هم د عمل غوښتنه او هیله کوي، ځکه د پاکستان د ژمنو وخت تېر او ژمنې یې بې باوره دي، نو پاکستان باید په عمل کې ځان ثابت کړي نه په ژمنو.
 
 
Page 1 of 3