
روهي( نۍ/۱د چنګاښ )، د مالوماتو له مخې پدې برید کې لږ تر لږه ۱۰ تنه مړه او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.
د سیمه ایزو رسنیو د خبر له مخې پېښه د بغداد ختیځ لورې ته د بلدیات په سیمه کې رامنځته شوې ده . ویل کیږي د بلدیات په سیمه کې یو تن ځانمرګی برید کوونکی د المنتظر په نامه د شیعه ګانو یو جومات ته د ننوتو نه وروسته د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول.
د لومړنیو شمیرو له مخې پدې برید کې لس تنه مړه او ۳۰ تنه نور ټپيان شوي دي.