امریکا په افغانستان کې خپل سرتیري کموي   

روهي( نۍ/۱ د چنګاښ )، ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، ډېر ژر به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له نهو زرو اتو زرو ته راکښته کړي.
 
 
دا وخت په قطر کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د خبرو نوی پړاو په نږدې راتلونکي کې پیلېږي، ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ډېر ژر به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر اتو زرو ته راټیټ شي.
 

د طالبانو سره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرې پخوا له دې تر ډېره له افغانستانه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ائتلاف د ځواکونو د وتلو پر مهالوېش متمرکزې وې.
 

ټرمپ له ټایم مجلې سره په خپله مرکه کې چې د منځني ختیځ پر روان کړکېچ او په دې کړکېچ کې د ایران پر ونډه او د نورو نړیوالو مسایلو په اړه پر بحثونو متمرکزه وه، د قطر د خبرو یادونه ونه کړه، خو ویې ویل چې په افغانستان کې چارې پرسم لوري روانې دي، ښې خبرې پېښېدونکې دي او اسلامي دولت ډله یا داعش ځپل شوې، نو ځکه د امریکايي ځواکونو شمېر چې یو ځل مخکې له شپاړسو زرو نهو زرو ته ټیټ شوی و، اوس به اتو زرو ته راټیټې شي.