د اېف ای ټي اېف مشر وايي د پاکستان په تور لسټ کې د اچولو امکان شته

روهي( نۍ/۲ د چنګاښ )، د اېف ای ټي اېف مشر مارشل بیلینګسلي ویلي د پاکستان نوم په تور نوملړ کې اچولو امکانات شته، خو دغه فیصله به په راتلونکې غونډه کې کیږي.
 
بیلینګسلي وي او ای ډیوه راډیو ته ویلي د اېکشن پلان لخوا ورکړل شوې موده لا سر ته نه ده رسیدلی. بله غونډه به د اکتوبر په میاشت کې کیږي او یو ځل بیا به د پاکستان لخوا د پورته شوو ګامونو مالومت اخیستل کیږي او بیا به فیصله کیږي.
 

د امریکا په اورلینډو ښار کې د تیرو څو ورځو راهسې د غونډې وروسته نن اېف ای ټي اېف په خپله اعلامیه کې د ترهګرو د مالي سرچینو او د غیرقانوني پېسو د لیږلو رالېږلو په اړه د پاکستان په پورته کړی شوو ګامونو بې باوري څرګنده کړې او وايي پاکستان د ګامونو په عملي کولو کې ناکامه شوی.
 
د ترهګرو ډلو د مالي مرستو او د غیرقانوني پیسو د انتقال د مخنیوي نړیوالې ادارې اېف ای ټي اېف پاکستان یو وارې بیا په خړ نوملړ کې ساتلی او وایي، که سپارښتنې يې پوره نه شوې نو د اکتوبر په میاشت کې به پاکستان بلې درجې (تور نوملړ) ته اچولو باندې فیصله کیږي.
 
نړیوالې ادارې په خپله اعلامیه کې ویلي که چېرې پاکستان د روان کال اکتوبر میاشت پورې د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو او د غیرقانوني پیسو انتقال مخنیوي لپاره خپل پلان عملي نه کړو نو د ناکافي پرمختګ په سر به د دغه هیواد خلاف د راتلونکي ګام فیصله کوي.
 

نړیوال مالیاتي ټاسک فورس خپل دغه راتلونکی ګام واضحه کړی نه دی خو په خړ فهرست کې د ساتلو وروستو د پاکستان نوم په تور فهرست کې اچولو امکان شته دی چې له کبله یې پاکستان د یو شمېر بندیزونو سره مخ کیدای شي.