
روهي( نۍ/۲ د چنګاښ )، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ مني چې ده لومړی پر ایران د برید وویل او بېرته یې په خپله د هغې مخه ونیوله.
ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي چې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو په ځواب کې پر ایران د امریکا حملې ته لس دقیقې پاتې وې چې ده بېرته د دې اقدام مخه ونیوله، ځکه د ده په وینا، د دې برید احتمالي تلفات لسګونه کسانو ته رسېدی شول.
ټرمپ پرون جمعه پر ټوېټر په څو پیغامونو کې او وروسته له NBC ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي چې متحدهیالات د غچ اخیستلو ته شېبې شمېرلې، خو کله چې ورته وویل شول چې پر ایران د برید تلفات ښايي یونیم سل کسانو ته ورسېږي، نو دا د ده په وینا، د امریکا د سمندري قواوو د بې پیلوټه کشفي الوتکې د ویشتلو په ځواب کې متناسب اقدام نه و.
ایران وايي، په دې اړه کوټلي شواهد لري چې د امریکا بې پیلوټه الوتکه د ایران هوايي قلمرو ته ننوتلې وه او ځکه یې وویشتله.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه په یوه بیان کې وویل چې د امریکايي الوتکې ټوټې د ایران په سمندري قلمرو کې موندل شوي دي، خو متحده ایالات وايي چې الوتکه یې د هرمز تنګي پرسر په نړیوالو اوبو کې ویشتل شوې ده.