
روهي (پنځه نۍ/۳۰ د غبرګولي)، امريکا چارواکو منلي چې يو بې پيلوټه (ګلوبال هاوک) الوتکه يې د ایران سپاه پاسدران ډلې له خوا وېشتل شوې ده.
امريکايي چارواکو لوېدېځو رسنيو ته ويلي دي چې دغه الوتکه په نړيوال هوايي حريم کې وه او د ايران فضا ته نه ده دننه شوې.
خو ايراني چارواکو نن سهار وويل، چې ياده الوتکه د ايران هرمزګان ولايت ته د جاسوسۍ په پار رادننه شوې وه چې رانسکوره يې کړه.