له ستړې زنــــــدګۍ نه ستړی شوی یم
له دې ټولې نـــــــړۍ نه ستړی شوی یم
له ستړو زړونو ســـــــوو ژړاګانــــــو نه
د ځوان له قربــــــانۍ نه ستړی شوی یم
چې وېدروم بیرته رانـــــــــــسکوره شي
زه نور له دې کیږدی نه ستړی شوی یم
نادار یمه تر کومې خدایــــــــــه نه کیږی
ولا چې نادارۍ نه ستـــــــــــړی شوی یم
جنت یا په دوزخ کې به هم خـوار یــــمه
خوارۍ له تا خوارۍ نـــه ستړی شوی یم
نفرت ورک کړه نور دا خویــــــونه مکوه
زه ستا او ستا له خوی نه ستړی شوی یم
زما 'دانش' دا ستړې شـــــــــاعړي چې ده
زه هم له شـــــــــاعړۍ نه ستړی شوی یم
وروستي