
روهي (پنځه نۍ/۳۰ د غبر ګولي )، ایران هېواد د یوې امریکایي بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو دعوه کړې ده چې د امریکا له خوا رد شوې ده.
د مالوماتو له مخې ایران حکومت وایي چې دغه الوتکه د ایران فضا ته داخله شوه چې هرمزګان ایالت کې د ایران د سپاه پاسدارانو له خوا په نښه شوه.
تېره ورځ د ایران ولسمشر روحاني په خپلو خبرو کې ویلي وو چې امریکا نه غواړي چې د ایران سره پوځي جګړه شروع کړي بلکې امریکا غواړي چې د ایران هېواد اقتصاد کمزوری کړي.