
روهي( پنځه نۍ/۳۰ د غبر ګولي )، د تیرې یوې لسیزېرا پدېخوا دخپل پلار د بې درکۍ په ضد په احتجاج بوخت بلوچستان سره تړاؤ لرونکی یو وړوکی ماشوم علي حیدر بلوڅ هم تیره ورځ دخپل کور څخه پورته کړل شوی او نامعلوم مقام ته رسول وړل شوی دی.
دبې درکه بلوڅانو دپاره دغږ پورته کوونکي سازمان مشر ماما قدیر بلوچ دبلوچستان پوسټ په نوم ویب پاڼې ته ویلي چې علي حیدر بلوچ تیره شپه دهغه دکور(ګوادر سیمې) څخه پاکستاني ځواکونو اؤ استخباراتي شبکې نیولی اؤ نامعلوم مقام ته یې وړی دی.
هغه ویلي په سیمه کې دمخابراتي نظام د تړل کیدو اؤ خلکو کې د ډار له امله دعلي حیدر بلوڅ د بې درکه کیدلو پخلي زیات وخت نیولی دی.
د ماشوم علي حیدر دبې درکه کولو معاملې په ټولنیزو رسنیو دبشري حقونو دمبارزینو اؤ مدني فعالانو سخت غبرګون راپارولی اؤ زیاترو خلکو دهغه دبې درکه کولو تور دپاکستان په پوځ اؤ استخباراتي شبکې ایي ایس ایي لګولی دی.
خو دپاکستان پوځ اؤ حکومت لا په سمدستي ډول دغو تورونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.
ماشوم علي حیدر د خپل پلار دجبري بې درکۍ په ضد پینځه کاله وړاندې دکوټې نه کراچۍ اؤ اسلام اباد ته ۳۰۰۰ کلومیټرو اوږ پیدل لاریون هم کړی و او رسنیو ته یې ویلي وؤ چې دهغه پلار رمضان بلوچ په۱۴م جولایي کال۲۰۱۰م کې دهغه دسترګو وړاندې دپاکستان استخباراتي شبکې پورته کړی و.