د هغو کسانو دېرش ځانګړتیاوې چې کتاب نه لولي

ډېر په آسانۍ سره د تبليغاتو تر اغېز لاندې راځي؛
تکراري خبرې کوي؛
د لغاتو زېرمه يې ډېره محدوده ده؛
خپل ځان نه پېژني؛
هیجاني او احساستي ژوند کوي؛
د ذهني استدلال ځواک يې تقریبا له منځه تللی؛
د عوام فريبۍ له استعداد څخه برخمن کېږي؛
عقلي ځواک يې وده نه مومي؛
پر هغه څه چې وايي يې، ډېر کنټرول نه لري؛
نورو ته د غوږ نيولو هنر نه زده کوي؛
پر شایعاتو او ګونګسو ژر باور کوي؛
د انسانانو ترمنځ د توپیر په اهمیت باندې نه پوهېږي؛
مغز يې د زوال په لور ځوړېږي؛
پر زده کړه باندې د هغوی د تمرکز کچه په چټکۍ سره ټيټېږي؛
په ژوند کې د فکر کولو فرصت له لاسه ورکوي؛
د «نيوکې» کلمه ورته ناآشنا برېښي؛
د استبداد د دوام لپاره زمينه برابروي؛
تر ډېره ناسنجول شوې خبرې کوي؛
خپلې ګټې په سمه توګه نشي په ګوته کولای؛
د «مشورې» کلمه ورته ناآشنا برېښي؛
د حکومتونو د خوشحالولو لپاره کار کوي؛
په هېواد کې د حزبي نظامونو د تشکيل د مخنيوي سبب کېږي؛
ډېر ژر عصباني کېږي؛
د خپل ځان او نورو لپاره د تابعیت له حقونو څخه ناخبره دي؛
د خپل شخصیت او فکر د ودې لپاره احساس نه لري؛
د هر ډول موضوعاتو په اړه خپل نظر څرګندوي؛
خلک په ډول ډول القابو باندې یادوي؛
د ښه ګمان او بد ګمان ترمنځ توپیر نه شي کولای؛
د ژوند په اړه د هغوی تعریف د انساني غرایضو په دایره کې محدود دی؛
نه پوهېږي چې ناپوهي څه ده.