بهرنیو هېوادونو ته تلونکي مسافر به له دې وروسته خپل توکي په پلاستیک کې بندوي

روهي( څلورنۍ/۲۹ د غبر ګولي )، د پاکستان کراچۍ ښار هوایي میدان ادارې داسې فیصله کړې ده چې ټول هغه مسافر چې له دې وروسته بهرنیو هېوادونو ته د کراچۍ هوایي میدان څخه سفر کوي خپل بېګ او نور توکي باید په پلاستیک کې بند کړي.
 

سرچینې زیاتوي چې دغه میدان کې توکو ته د پلاستیک اغوستو لپاره یې دغه میدان ته ځانګړي ماشینونه راوړي دي.
 

سرچینو همدا ډول ویلي دي چې د یوط میاشتې په دننه کې به اسلام آباد، کراچی، پېښور، لاهور، کوېې میدانونو ته هم یاد شوي ماشینونه ورسېږي.