کاناډا لومړی وزیر د یوې پېښې څخه ژوندی ووت

روهي( څلورنۍ/۲۹ د غبر ګولي )، کاناډا هېواد د باسکټ بال د ملي لوبډلې د لوبې د ګټلو څخه وروسته لکونه خلکو د خوشحالۍ مراسم لمانځل چې جسټن ټروډو په کې هم ګډون کړی و. د څلورو کسانو له طرفه ډزې وشوې چې د دغو ډزو څخه په لږه فاصله کې د کاناډا لومړي وزیر ( جسټن ټروډو ) هم شتون لاره چې د دغو ډزو څخه وژغورل شو. خو ۴ نور کسان بیا ژوبل شوي دي.
 
 

داسې ویل کېږي چې دغو مراسمو کې شاوخوا ۲۰ لکه کسانو ګډون کړی و.
 

کله چې ډزې شروع شوې نو د جسټن ټروډو خپلو ساتونکو یو امن لرونکي ځای ته ورساوه چې پولیسو اوس هغه کسان نیولي دي چې ډزې یې کړې وې.
 

جسټن ټروډو په یو ټویټ د خلکو غوښتي چې سوله ییز پاتې شي او د ډزو کوونکو څخه به په شفاف ډول پوښتنې کېږي.