د کوم هېواد سره څومره اټوم بمونه دي؟

روهي( څلورنۍ/۲۸ د غبر ګولي )، د سټاک د نړیوالو مالوماتو ادارې د مالوماتو له مخې دا وخت په نړۍ کې ۱۳۸۶۵ اټومي بمونه شتون لري.
 

د مالوماتو له مخې د روسیې او امریکا سره د اټومي بمونو شمېر ۳۰۰ دی او تردې دواړو وروسته چین هېواد د ۲۸۰ اټومي بمونه سره درېم، برتانیه ۲۱۵ اټومي بمونو سره څلورم، پاکستان د ۱۵۰ اټومي بمونو سره پنځم، هندوستان د ۱۴۰ اټومي بمونو سره شپږم، اسراییل د ۹۰ اټومي بمونو سره اووم او شمالي کوریا ۳۰ هایدروجني بمونو سره اتم ځای خپل کړی دی.
 

دا هغه شمېرې دي چې فرق په کې راتل شي لکه اسراییل او شمالي کوریا کار کوي چې نور هایدروجني بمونه هم جوړ کړي.