امریکا: منځني ختیز ته نور سرتیري لېږي   

روهی( درې نۍ/۲۸ د غبر ګولي )، امریکا ایران څخه د ګواښونو له امله دخپلو نورو ۱۰۰۰ سرتیرو منځني ختیز ته دلېږلو ویلي دي چې دا پوځیان د دفاعي حالت لپاره لېږل کېږي.
 

پرون ورځ د پنټاګون څخه په خپور شوي یو بیان کې راغلي یو بیان کې دامریکا ددفاع سرپرست وزیر پیټرګ شناهن ویلي په خلیج عمان کې د تیلو په ټانکرو اوسنیو بریدونو څخه د ایراني پوځ له اړخه سیمه کې امریکایي ګټو ته ورپېښو ګواښونه په ډاګه شوي دي.
 

دا تردې دمه مالومه نه ده چې منځني ختیز ته لیږل کیدونکي دا نوي سرتیري به په کوم مقام ځای په ځا شي خو په زیاترو خلیجي هیوادونو کې امریکا دایمي پوځي اډې شته او اټکل ښودل شوی چې دا ۱۰۰۰ سرتیري به هم په دغو اډو کې پرځای کړل شي.
 
دتیرې یوې میاشتې په مهال دا دوهم وار دی چې امریکا منځني ختیز ته دخپلو نورو سرتېرو دلیږلو اعلان کړی دی.

تر دې وړاندې د مئ میاشت کې هم دمتحده عرب امارات د سمندر دغاړې سره نزدې دتیلو په څلور ټانکرو له بریدونو وروسته امریکا اعلان کړی ؤ چې سیمې ته به خپل نور ۱۵۰۰ سرتیري لیږي.