ارجنټاین هېواد کې د علي وزیر او محسن داوړ د خلاصون لپاره لاریون وشو

روهی( درې نۍ/۲۸ د غبر ګولي )، ارجنټاین هېواد کې د ښوونځیو زده کوونکو، محصیلینو او د پوهنتون د استادانو له خوا د علي وزیر او محسن داوړ خلاصون لپاره لاریون ترسره شو.
 

دغو لاریون کوونکو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې زرترزره دې علي وزیر او محسن داوړ د بند څخه ازاد کړي.
 

دغه لاریون کوونکو د خپلو ځانونو سره ډولونه هم راوړي وو او ویل چې علي وزیر او محسن داوړ د ژوند کولو د حق لپاره مبارزه کوي او دا د هر انسان حق دی.