
روهي( درې نۍ/۲۸ د غبر ګولي )، د کشمیر په جمو کې یو ځل بیا د هندوستان هېواد د پوځ پر یو موټر برید شوی دی چې دغه برید کې ۱ هندي پوځي وژل شوی او ۹ نورهندي پوځیان ژوبل شوي او موټر په پوره ډول خراب شوی دی.
هند حکومت د دغه برید پړه د پاکستان پر جش محمد ډلې اچولې ده.
د دغه برید وروسته هندي سرتېرو په سیمه کې عملیات شروع کړل چې یو تن چې د جش محمد ډلې سره اړیکه لري هم نیولی دی.
هندي رسنیو د هغه هندي سرتیري نوم چې په دغه برید کې وژل شوی دی ( کېټان شرما ) یاد کړی دی.