
روهي( درې نۍ/۲۸ د غبر ګولي )، افراسياب خټک په نوو څرګندونو کې ویلي دي محسن داوړ او علي وزير سره د پېښور بند دننه هم سم چلن نه کيږي ځکه چې دوی نه تلوېزیون، نه راډیو، نه ورځپاڼې او نه هم ټيلي فون ته لاس رسی لري.
خټک ویلي چې دی نن پرون ورځ د پېښور جيل ته د بندي شویو غړو لیدو له ورغلی و او دغه معلومات يې د هغوی نه تر لاسه کړي دي.
د علي وزير سره د خړ کمر د پېښې وروسته وهل ټکول شوی وو خو اوس ورسره دغسې چلن نه کيږي. خټک ویلي د محسن داوړ سره داسې څه ځکه ونشول چې هغه د جرګې د لارې ځان حکومت ته سپارلی و.
افراسياب وايي چې د علي وزير او محسن داوړ ملاقاتونو ته هم څوک نه پرېږدي چې د پارلمان د غړو په حیث دا د دوی حق هم دی.
د بنو عدالت ته د علي وزير د بوتللو په اړه خټک ویلي چې د پوليسو په بکتر بند ګاډي کې چې اير کنډيشن پکې کار نه کوي دومره لرې بوتلل او بيا واپس پېښور ته راوستل داسې ښکارېده چې علي وزير ګرمۍ ډېر ځپلی و.
په ياد دې وي چې علي وزير چې کله د بنو عدالت ته پيښ شو نو ورته وويل شول چې قاضي په رخصتۍ تللی او بېرته يې د پېښور بند ته ستون کړو.
افراسياب خټک وايي علي وزير او محسن داوړ د پارلمان غړي دي خو ښه سلوک ورسره نه کيږي او ويې غوښتل چې پکار ده ښه چلن ورسره وشي او وايي په نور ملک کې داسې نه کيږي خو د پښتنو سره داسې کيږي.