روهي( درې نۍ/۲۸ د غبر ګولي)، نن سهار د چین هېواد سوېل لویدیځ طرف ( ۶.۰ ) تېزې درجې ولړزاوه چې تر اوسه ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۲۲ نور ژوبل شوي دي. ځینو ودانیو لاندې خلک بند پاتې دي.
د زلزلې مرکز د یبیبن ښار د سېچان ایالت ښودل شوی دی. دغه ښار کې یو هوټل ودانۍ هم غورځېدلې ده چې د مرګ ژوبلې اټکل په کې شونی دی.
د چین هېواد حکومت ویلي دي چې زلزله ډېره تېزه وه او د نورې مرګ ژوبلې امکان هم شتون لري.
دغې سیمې ته ۳۰۰ د ژغورنې کسان، ۵۰۰۰ خېمې او همدا ډول ۱۰۰۰۰ نور د ضرورت وړ شیان لېږل شوي دي.
وروستي