د مصر پخوانی ولسمشر محمد مرسي د ۶۷ کالونو په عمر د محکمې دننه ومړ

روهي (دوه نۍ/۲۷ د غبرګولي)، د مصر د دولتي ټلويزيون د اعلان اړوند د دغه هېواد پخوانی ولسمشر محمد مرسي نن ورځ د محکمې په ترڅ کې د ۶۷ کالونو په عمر ومړ.

نوموړی له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۳ د مصر ولسمشر وو. يو کال وروسته د اوسني ولسمشر عبدالفتاح السیسي له خوا پر کودتا وشوه او زندان ته يې ولېږلو.

پر محمد مرسي د جاسوسۍ، خيانت او په تاکنو کې د درغليو تورنه پوري وو. دی له تېرو څو کالونو راهيسې په زندان کې ساتل کېدو.

د رسنيو د مالوماتو پر بنسټ مرسي لومړی د محکمې دننه بې هوښه شو او وروسته يې ساه ورکړه.