
روهي( دوه نۍ/۲۷ د غبر ګولي )، د افغانستان سره په کرښه د قبایلي سیمې شمالي وزیرستان د خړ کمر په علاقه کې لس ورځې وروستو ګرځبنديز لرې کړی شوی دی، دا په داسې حال کې د تېرو درېو ورځو راهسې په ټولنیزو رسنيو د ياد ګرځبنديز پرضد کمپاين روان شوی ؤ.
د شمالي وزيرستان انتظامیې ویلي په سيمه کې په ځای کړی شوی ګرځبندیز لری کړی شوې خو د شپې په مهال د ماښام نه تر سهاره به ګرځبنديز په ځای وي.
د سیمې خلک وایي چې نن ورځ د شمالي وزیرستان په بازار کې خوراکي توکي او نور د ضرورت وړ ټول شیان پیدا کېدل.
د سیمې ځینو اوسېدونکو ویلي دي چې دوي په غريئزه علاقه کې اوسيږی څاروي ساتي سهار غرونو ته څاروي بوځي او ماښام يې بیرته راولي خو په دغو غريئزو علاقو کې ګرځبنديز اوس هم په ځای دی چې له امله يې خلک نه شي کولی څاروي بهر اوباسي او که چا څاروي بهر ویستي دی اوس يې د بيرته راوستلو لار نشته.
هغه زياته کړه د علاقې خلک د خړ کمر بازار ته سوداګانو له تلل خو په چيک پوستو بيرته ستانه کړی شوي چې ګرځبنديز دی.
.