پاکستان د خپلو استخباراتو لپاره نوی مشر ټاکلی دی

روهي( دوه نۍ/۲۷ د غبر ګولي )، د پاکستان پوځ ویلي دي چې لفټننټ جنرل فېض حميد یې د خپل هېواد د استخباراتو لپاره مشر ټاکلی دی. تردې وړاندې لفټننټ جنرل عاصم منير د پاکستان د ( ای ، اېس ای ) مشر و.
 

پاکستان پوځ دا نه دي ویلي چې د استخباراتو مشر یې ولې بدل کړی دی؟
 
 
لفټننټ جنرل فېض حميد د دې وړاندې هغه له دې وړاندې په ايي اېس ايي کې د انټرنل سيکيورټي ونګ يا ( داخلي امنيتي څانګې ) مشر ؤ.
 

لفټننټ جنرل فیض حمید، په کال ٢٠١٧ کې د تحریک لبیک پاکستان ډلې د هاغه ګرفتاره شوؤ مظاهرچیانو د قېد څخه ضمانت هم کړی و کوم چې پولیسو سرکاري او شخصي املاکو ته د زیان اړولو په تور ګرفتاره کړي وو.