غزل

شپه او ورځ مې د يارياد پسې ژړيـږم
هره لحظه يې يـادوم پســې زوريــــږم
دا چې ماته څه خواږه خواږه کتل کـا
بس کتو باندې يې يوځلې نشه کيـږم
هميشه يې د خـــپل رب نه ديدن غواړم
د يار دوو سترگو کــاتو پســـې کړيــــږم
چــې يې وخت د راتلو راشي ورخطاشـم
دخوښـۍ نـه پــه جـــامـــوکـــې ناځـايــږم
زه ثنا بـه دي ثنــا هـــر ځـــاې کـــې واېــم
که مې خواکې يوځل کينې خوشحاليږم
شاعره:ثنا احمدزۍ
١٣٨٩/٨/٩
خپله جونگړه