
روهي( دوه نۍ/۲۷ د غبر ګولي )، د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بهټو او د مسلم لیګ نون ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز په لاهور ښار کې رسنیو او خلکو ته په یو ګډه ناسته کې ویلي دي چې دوي به د اوسني حکومت پر ضد تحریک پیلوي.
دا ناسته د لاهور په جاتي امرا کې د مریم نواز په بلنه ترسره شوه دا په داسې حال کې ده چې د دواړو ګوندونو مهم مشران نواز شریف، حمزه شهباز، اصف علي زرداري او فریال ټالپور د احتساب د قامي ادارې یا نېب لخوا په بېلا بېلو دوسیو کې نیول شوي دي.
که څه هم دا نه دي ویل شوي چې د پاکستان د اپوزېسیونم ګوندونه به د فضل رحمان په مشرۍ کې ټولګوندیزه کانفرانس کله غواړي؟ خو د بلاول او مریم نواز ترمنځ په ملاقات کې ویل شوي چې دوی به په دې اړه د نورو سیاسي ګوندونو سره هم خپلې خبرې شریکوي.
له دېناستې وروسته د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر او د ساینس او ټېکنالوژۍ وزیر فواد چودري ویلي، بلاول او مریم نواز صرف ملاقاتونه کوي، د لاریون توان یې نشته.