
روهي( دوه نۍ/۲۷ د غبر ګولي )، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پر ایران یو وار بیا تور پورې کړی چې د خلیج په اوبو کې یې د تیلو پر ټانکرونو برید کړی.
تېره پنځه نۍ د عمان په خلیج کې د ایران د سواحلو په ۲۵ کیلومترۍ کې دوه تیل وړونکې بیړۍ تر برید لاندې راغلې او اور یې واخېست.
پامپیو د جمعې په ورځ ایران تورن کړی و چې دا برید یې کړی او پرونیوه نۍ له فاکس نیوز سره د دې تور په تکرار دا هم ویلي چې امریکا به د هُرمز له تنګي د تیلو ازادانه انتقال ډاډمن کړي: "موږ به په هُرمز تنګي کې ازادانه بیړۍ چلونه ډاډمنه کړو.
دا یوه نړیواله ستونزه ده او ټولې نړۍ ته مهمه ده. امریکا متحده ایالاتونه به دا یقیني کړي چې دغه هدف ته د رسېدو لپاره ټول اړین ډیپلوماټیک او غیر ډیپلوماټیک ګامونه واخېستل شي."
د هُرمز تنګي یوې غاړې ته د ایران هرمزګان او بلې غاړې ته یې د عمان مُسَندَم ولایت پروت دی.