پاکستان ته بل فرصت هم ورکړل شو

ولسمشر غني چې واک ترلاسه کړ، نو پاکستان ته په لومړني رسمي سفر کې یې د پاکستان ملکي او نظامي مسوولینو سره په کتنو کې هر څه هغوی ته واضح وویل، سره له دې چې پاکستاني لوري ورته په بېلابېلو برخو کې د همکاریو ډاډ ورکړ، مګر پاکستان د تل په څېر خپلې ژمنې عملي نه کړې، مګر دا ځل ورسره افغان دولت او ولسمشر غني خپلې اړیکې وځنډولې او پاکستان دا فشار تر بل هر وخت زیات درک کړ، ځکه دوی فکر کاوه چې ولسمشر غني به د کرزي او نورو غوندې ارام کېني او یا به خپلو عذرونو او ننواتو ته ادامه ورکړي، مګر دا ځل پاکستان د خپلې توقع خلاف کس او پایلې سره مخ شو.

ولسمشر غني د پاکستان پرځای د سیمې هیوادونو او ګاونډیو هیوادونو او همدارنګه د منځنۍ اسیا هیوادونو ته مخه کړه او له دې امله پاکستان ځان زیات په انزوا کې حس کړ. پاکستانیان په دې پوه شول چې دوی یو طلایي فرصت په ډېره بې بېباکۍ او بې پروایۍ ضایع کړ او له همدې امله یې په خپل حکومت او مقاماتو باندې فشارونه راوړل او هغوی یې ملامت وګڼل، مګر کومه ګټه یې ځکه ونه لرله چې ولسمشر غني ورته د اړیکو د بېرته رغاوولو او عادي کولو لپاره دا شرط ایښی و چې پاکستان باید په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

د دغه لومړي فرصت له ضایع کولو وروسته پاکستان ډېرې هلې ځلې وکړې، ملکي او نظامي مسوولین یې افغانستان ته راغلل، د پارلمان او سیاسیونو جرګې یې را ولېږلې، بهرنیان یې د دریمګړو په توګه را واستول، مګر ولسمشر غني ټولو ته همدا یو ځواب وایه چې پاکستان دې خپلې کړې ژمنې عملي کړي، موږ ورسره نه یوازې ستونزې نه لرو، بلکې د مخته تګ لپاره ورسره په ګډه کار کولی شو، مګر تر هغو چې خپلې ژمنې عملي نه کړي، نو افغان دولت به ورسره هیڅ ډول همکاري ته زړه ښه نه کړي، ځکه پاکستان خپل اعتماد بایللی دی او باور ورباندې په اسانۍ نشي کېدلی.

له ډېرو کلونو وروسته دادی ولسمشر غني پاکستان ته یو بل فرصت په لاس ورکړ او دا یې ومنله چې پاکستان ته به رسمي سفر کوي، مګر پاکستاني مقامات باید هوښیار اوسي او دا ځلي فرصت د لومړي هغه په څېر ضایع نه کړي، که پاکستان بیا هم د تېر په څېر د افغان دولت د تېراېستلو هڅه کوي، نو دا به یې لوی اشتباه ځکه وي، چې ولسمشر غني دومره په اسانۍ نشي تېراېستلی او نه یې هم تراوسه غلط کړی دی. دا ځل به ولسمشر غني له دوی سره د تل لپاره خپلې اړیکې پرې کړي او خپل ارزښتناک وخت به ورسره په نمایشي او تشریفاتي ملاقاتونو، غونډو او ناستو ضایع نه کړي.

افغانستان او پاکستان نه یوازې دوه ګاوندیان دي، بلکې نهایت زیات مشترکات هم سره لري او که چېرې پاکستان د افغانستان پر وړاندې د دوستۍ لاره اختیار کړي، نو باور دی چې تر ټولو زیاته ګټه به په خپله افغانستان وکړي. د ولسمشر غني دا ځلي سفر ته هم افغانان او هم پاکستانیان زیات هیله من دي او باور لري چې د دواړو غاړو د ناامنۍ، اقتصادي او نورې ستونزې به په اساسي توګه ورسره حل شي.