
روهي( یوه نۍ/۲۶ د غبر ګولي ) ، د شمالي وزيرستان اوسيدونکي وايي چې له شنه خوړ سیمې د دته خېلو تر خړ کمره په پرلپسې توګه نن په شپږمه ورځ هم پر ګرځېدلو بندیز دی چې له کبله یې ځايي ولس د مرګ د ګواښ سره مخ کړی دی.
د دې سیمې اوسېدونکو رسنیو ته ویلي دي چې د ګرځبندیز له کبله نه یوازې خپل ناروغان روغتونونو ته نشي وړلای بلکې په کورونو کې یې خوراکي مواد هم خلاص شوي دي.
ځینې خلک بیا د حکومت او قبایلي مشرانو جرګې ته سترګې په لار دي.
دا تر اوسه نده څرګنده چې د دې قبایلي مشرانو او پوځي چارواکو ترمنځ په خبرو اترو کې څه پرېکړه شوې ده او که نه.
په شمالي وزيرستان کې د انتظامیې تر شوې میاشتې د قانون ۱۴۴مه دفعه عملي کړې ده چې له مخې یې هلته پر ولسي غونډو ، لاریونو او جلسو بندیز لګول شوی دی.