
دا مهال چې په افغانستان کې د سولې او امنیت د تامین لپاره زمینه برابره شوې او عملاً وسله والو طالبانو او د امریکا متحدو ایالتونو مذاکرات هم پیل کړي او اووم دور ته داخل شوي دي، مګر د دغو مذاکراتو هیڅ پایله نه ده معلومه. دلیل یې دادی چې دغه مذاکرات د واضح اصولو په اساس نه دي، بلکې د تړلو دروازو تر شا ترسره کېږي.
د دې لپاره دوه کاره پکار دي چې یو باید په کوردننه اجماع او وحدت رامنځته شي او دویم دا چې د سیمې او نړۍ هیوادونو په کچه باید اجماع وشي. ولسمشر غني د داخلي اجماع لپاره په تېر یو کال کې عملي هڅې وکړې، له بېلابېلو اقشارو او احزابو سره کېناست د دوی غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل او د سولې په برخه کې یې د هغو ډاد، ملاتړ او باور ترلاسه کړ، مګر د افغان سولې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خرابی وکړ.
د ډاکټر خلیلزاد خرابی دادی چې په کوردننه را پیل شوې اجماع یې بېرته ګډه وډه کړه، ځکه نوموړی د بېلابېلو سیاسیونو، مشرانو، مخالفینو، جنګسالارانو، زورواکانو او حتی د هغو کسانو کورنو ته ورغی او له هغوی سره یې د سولې په اړه ولیدل چې نه یوازې د سولې پروسه کې مطرح او مفید نه دي، بلکې اکثریت یې د سولې په خلاف اقدام کوي.
دا کار تصادفي نه وو، بلکې خلیلزاد غواړي په لوی لاس افغان دولت منزوي کړي، پر حکومت د خلکو باورمندي کمه کړي، داخلي انارشي رامنځته کړي او له همدې امله یې د سولې برابر فرصت خراب کړ او بل لور یې وسله والو طالبانو ته هم دا فرصت او بهانه په لاس ورکړه چې د حکومت پرځای له افغان سیاسیونو سره خبرې وکړي او له حکومتي مقاماتو سره له لیدنې او مذاکراتو انکاري شي.
د دې ترڅنګ د سیمې هیوادونه هم جلا جلا له وسله والو طالبانو سره ګوري او له کومې واضح برنامې او اجنډا او نتیجې مه واره غونډې جوړوي چې څو غونډې یې په دوحه او مسکو کې ترسره شوې. د دغو غونډو زیان دادی چې دوی وسله وال طالبان یا لا هم جنګ ته لمسوي او یا یې له سولې څخه انکاري کوي او یا یې د خپلو ګټو لپاره استخداموي.
تر هغو چې افغانان یو لاس نه شي او د بهرنیانو لاسونه او لاسوهنې لنډې او بندې نشي، نو نه به سوله راشي، نه به امن او ثبات راشي او نه به افغانان له اوسنیو ستونزو او کشالو څخه راووځي. ډاکټر خلیلزاد ته حکومت ښه ځواب ورکړ او د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب چې کومې خبرې وکړې په ملي او بین المللي کچه یې پراخ ملاتړ وشو، د هغو خبرو ګټه او نتیجه دا وه چې د امریکا او خلیلزاد په چلند کې یې بدلون راوست، له فرعونیت څخه یې را وغورځول او بېرته یې افغان دولت ته مراجعه وکړه.، نو پکار دی چې خلیلزاد خپل چلند بدل کړي او د افرادو او اشخاصو پرځای له حکومت او ولسمشر سره خپلې هڅې همغږې کړي.