ټرمپ : دا خت د ایران سره توافق ته نه مونږ حاضر یو او نه هم ایران   

روهي( نۍ/۲۵ د غبر ګولي )، ټرمپ د ایران د دیني مشر ایت الله علي خامنه يي سره د جاپان د لومړي وزیر ابې د لیدنې په اړه خوښي څرګنده کړه او ویلي یې دي چې « زما په اند داسې احساس کوم چې دم ګړۍ د امریکا او ایران ترمنځه د توافق او تفاهم په اړه فکر کول د وخت نه مخکې خبره ده. نه هغوي او نه هم مونږ دې خبرې ته چمتووالی لرو. »
 
همدا ډول د ټرمپ ددې څرګندونو نه لنډه موده وروسته د نوموړي هیواد د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د عمان په خلیج کې د جاپان پر لورې په روانو د تیلو په دوو لویو کښتیو د برید پړه پر ایران واچوله.
 

پمپیو هم د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې د ترلاسه شوو استخباراتي معلوماتو او پدې برید کې کارول شوو وسلو او مسلکي توب ته په کتو سره ددې برید یواځنی مسئول ایران دی.
 
د جاپان د اقتصاد سوداګرۍ او صنایع وزیر هیروشیګ سیکو هم ویلي وو چې جاپان ته په روانو دوو لویو باروړونکی کښتیو د هرمز په تنګی کې برید شوی دی