سرچینې: د اصف علي زرداري خور فریال تالپور هم ونيول شوه

روهي( نۍ/۲۵ د غبر ګولي )، د پخواني لومړي وزیر اصف علي زرداري خور فريال تالپور هم د جعلي حسابونو په تور نيولې ده او د هغې دپاره يې کور بند ګرځولی دی.
 

اسلام اباد لویې څارنوالۍ د جعلي حسابونو په مقدمه کې د اصف علي زرداري او فریال تالپور د ضمانتونو غځولو غوښتنه رد کړې وه.
 
اصف علي زرداري د ګل، دوشنبې په ورځ نيول شوی ؤ، او اوس د پاکستان د حکومت له خوا فريال تالپور هم ونیول شوه.
 

فريال تالپور د پيپلز ګوند د شريک مشر اصف علي زرداري خور او د سنده اسمبلۍ غړې هم ده.