ډالۍ،  د مور د ورځې له امله میندو ته!

ميندې دهر هرچا مري!
        (د مورپه مړينه)
 
ما به سپوږمۍ ته كتل
اوهره مياشت به مې دهغې هغې
په څوارلسم ماښام كې
لكه سوالګرو غوندې
دخپل ديدن كچكول كې
 
همدا يوه هيله درلوده او وي مې:
سپوږمۍ  د زړه په درد مي ته پوهيږي
زما دا كمكۍ مينه
ددغې سوې مساپرې شيبې
چې دهغې په وړاندې لويه نه شوه
هغې ته ورسوه!
 
                       
مورې په ياد به دې وي
زموږ دلوى كور آه ترخې ورځي
چې ما دتا پرشونډو هغه مهال 
دخندا يوه نرۍ څپه هم كله ونه ليده 
څومره د وژړل 
څومره د وګاللې 
چې له يوه خدايه پرته 
 
تا دهغو ناخوالواجر له بل چا ونه غوښت
زه چې هغه تيارې 
هغه پرتا راخورې يوه يوه ليكم 
ما ته رښتياښكاره شي 
چې مور بې شك دقربانۍ خوږ نوم دى!
په دې كې څه شك نشته 
 
ميندې دهر هرچا مري  
خوډيرې ميندې دې چې ټول عمر 
دخپلو ژڼو نيمه خوا يادونه 
دخپلو آهو، په اوږو باندې وړي 
او د ديدن نصيب يې نه وې سره 
مورې ته هم داسې شوې 
راپسې وكړېدې 
راپسې وځوريدې 
اوماهيڅ هم ونه كړل 
مادې وروستې سفركې 
كټ ته اوږه درنه كړه 
مورې ما وبښه !
مورې ما وبښه!
 
مورې په ياد به دې وي 
چې كله زه په لومړۍ ورځ د ښوونځي په لورتلم 
اوزموږ په لوى كور كې ډوډوۍ نه وه 
مادرته وويل چې ووړكي بې ډوډيونه ځي 
تا راته وويل چې خير ميلمانه وو نن زيات 
او ما په زور وژړل 
تا هم له درده يوه څپيړه پرې برسيره راكړه 
اوپه ژړا ژړا كې 
زه بيا دكلي ماشومانوسره ګډ روان شوم 
 
 
پوه نه شوم څه دې په زړګي درتيرشول 
موږ لاله كلي نه وتلي نه وو
 
چې دتاغږ مې واوريد:
دلته راشه …
اوزړه نازړه درغلم 
تاراته يوه وړه چكۍ دګوړې 
دكتابودسمال كې غوټه كړله 
اوسردې ورو را ټيټ كړ 
زه دې په مخ باندې كرار مچوكړم 
او ودې نه وهلم …
 
مورې په ياد به دې وي 
چې ستا پښتۍ ماتې وې 
ساړه ساړه زګيروې دې كړل 
اوزه چا نه درپريښوم 
كله چې شپه پخه شوه 
اوپټ مې ځان دركش كړ
تا ټول دردونه زما دغم په خاطر
له ځانه لرې كړل ټول 
اوپه نمجنو سترګوكې را ته موسكۍ غوندې شوې 
 
اوراته ودې ويل:
دلته همدا دستور دى 
دغه دميندو حال دى 
زما مور هم داسې وه
دهغې مور هم داسې 
دا يوه اوږ ده كيسه ده 
له زمانو، زمانو
دپښتنو پركاله 
چې په مرګې به له يادو، نه وځي 
خو، خداى دې ستا غم كله هم راباندې ونه ويني!
 
ميندې دهر هرچا مري  
داد تقديركرښه ده 
خوله چا نه هيريږي 
ځكه چې مور دژوندانه دخاطرو په بڼ كې 
لكه دګلو ښكلا
له يوه موسمه بل موسم ته دپرتم كيسه شي...
 
ما به سپوږمۍ ته كتل 
اوهره مياشت به مې دهغې هغې 
په څوارلسم ماښام كې 
لكه سوالګرو غوندې 
د خپل ديدن كچكول كې 
 
همدا يوه هيله درلوده او وي مې:
سپوږمۍ  د زړه په درد مي ته پوهيږي 
زما داكمكۍ مينه 
ددغې سوې مساپرې شيبې 
چې دهغې په وړاندې لويه نه شوه 
هغې ته ورسوه !
 
ميندې دهر هرچا مري  
زه په دې ښه پوهيږم 
چې په وروستۍ ځل به دې 
يوچاته لږ غوندې كتلي هم وي 
زما څيره به د په ذهن كې وه 
هغه وړه  وړه 
زما په مينه به دهغه ته كتلي هم وي 
كه زه ژوندى وم اوهغه مې وليد
ستا امانت به ستا دمينې په نوم 
له هغه اخلمه اوساتمه به يې!
زه په دې ښه پوهيږم 
تا به په خپلې وروستنۍ سلګۍ كې 
دخداى له ياده وروسته 
دخپل په ژوند درڅخه ورك اميد نوم هم وړې وي 
ځكه زما په ياد دي 
چې ما اوتا وروستى ځل يوبل وليد 
زه د په ټڼده مچ كړم 
 
اوراته ودې ويلې:
په خداى دسپارم ځان په خداى سپاره
څوچې نفس اخلم دامى دعاده 
اوزه تا نه هيروم!  
 
هو،
ما به سپوږمۍ ته كتل 
اوهره مياشت به مې دهغې هغې 
په څوارلسم ماښام كې 
لكه سوالګرو غوندې 
دخپل ديدن كچكول كې 
 
همدا يوه هيله درلوده او وي مې:
سپوږمۍ  د زړه په درد ته پوهيږي 
زما دا كمكۍ مينه 
ددغې سوې مساپرې شيبې 
چې دهغې په وړاندې لويه نه شوه 
هغې ته ورسوه!
 
ميندې دهر هرچا مري  
داد تقديركرښه ده 
خوله چا نه هيريږي 
ځكه چې مور دژوندانه دخاطرو په بڼ كې 
لكه دګلو ښكلا
له يوه موسمه بل موسم ته دپرتم كيسه شي 
په پرتمو یاده شې!
اوله چا نه هیریږي ... !!!