سعودي عربستان په یمن کې د حوثي یاغیانو د توغندیو په ډیپوګانو بریدونه کړي

روهي( نۍ/۲۵ د غبر ګولي )، د یادولو وړ ده چې حوثي یاغیانو دوه ورځې مخکې د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان د عسیر په سیمه کې د آبها په نړۍوال هوايي ډګر د بالستیک توغندي برید وکړ.
 

پدې برید کې ۲۶ تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
 
 
د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د حوثي یاغیانو لخوا د آبها په نړۍوال هوايي ډګر د بالستیک توغندي د برید نه وروسته په یمن کې د حوثي یاغیانو د توغندیو په ډيپوګانو او عسکري نقطو پراخه بریدونه وکړل.
 

یمن کې د حوثي یاغیانو د توغندیو د ډیپلوګانو سربیره د توغندیو د تولید په مرکزونو او ددې ترهګرې ډلې بهرنیو متخصصینو په نقطو هم پراخه بریدونه کړي دي.