
روهي (جمعه/۲۴ د غبرګولي)، د امريکا متحدو ايالتو د پوځ عمومي قومندانۍ ويلي دي چې په عمان خليج کې د تېلو پر دوو لېږدونکو بېړو د بريد تر شا د ايران د سپاه پاسدران ډلې لاس دی.
تر برید یوه ورځ وروسته نن جمعه د «جون پر ۱۴مه»د امریکايي پوځ مرکزي قومندانۍ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې دغه چاودنه د چسپکي ماین له امله رامنځته شوې ده.
امريکا غږ - اشنا وېب پاڼې د رویټرز خبري اژانس د راپور لهمخې دغه ليکلي دي چې امریکايي چارواکو ویلي چې دغه ویډیو تر چاودنې وروسته یادې بېړۍ ته د ایران د سپاه پاسداران پوځ د کښتۍ د نژدې کېدو پرمهال شوې ده.
د يادونې ده چې د امريکا حکومت په لومړي ځل د ايران سپاه پاسدران ډله په دولتي تروزېم کې ور شامله کړه.